ددغه کمیسیون غړو رسنیو ته ویلي چې تر ټولو ډېر شکایتونه په کابل، ننګرهار، خوست او کندهار کې ثبت شوي دي. کمیسیون وایي په تېرو ورځو کې یې د شکایتونو د تنظیم چارې مخ ته وړلې او سر له نن به ددغه شکایتونو څېړنه او ارزونه پيل شي. کمیسیون یو ځل بیا ټینګار کړی چې دوی به قوانینو ته په کتو خپلې چارې مخ ته وړي او شفافیت ته ژمن دي. تر دې وړاندې د کمیسیون ویاندې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو، چې شکایتونه ډېر دي خو وخت کم دی نو له همدې امله ښایي په ټاکل شوې موده کې دوی د خپل کار په بشپړولو بریالي نه شي.





























