نامتو امریکایي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د افغان جګړې په اړه خپرو شویو اسنادو ته په اشارې ویلي، دې اسنادو ته په کتو په افغانستان کې د ملت جوړونې خبره هم دروغ ده. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې څه موده وړاندې ځینې اسناد خپاره کړل چې له مخې یې جوتېږي امریکایي مشرانو د افغان جګړې په اړه خلکو ته دروغ ویلي دي. سرچینه کاږي، له دې اوږدې جګړې څخه امریکایان باید نه هېرېدونکي درسونه واخلي. د سرچینې په خبره، امریکایي مشرانو په افغانستان کې د میلیاردونه ډالرو لګښت ترڅنګ په زرګونه سرتېري هم د خپلو دروغو لپاره قرباني کړي دي. راپور کې وړاندې راغلي، په دې هېواد کې ښوونځیو ته د تلونکو نجونو او هلکانو سربېره ځینې پرمختګونه هم شوي دي. خو د راپور پر بنسټ، طالبان لا هم پر نیمایي افغانستان واکمن دي او دا د دې ښکارندویي کوي چې په دې هېواد کې د ملت جوړونې په اړه هم دروغ ویل شوي دي. واشنګټن پوسټ د خپل راپور په وروستۍ برخه کې لیکي، افغانستان کې د اتلس کلنې جګړې حاصل روښانه دي او هغه دا چې له دې هېواده د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د تېرو لاسته راوړنو بربادي له امکانه لري نه ده.





























