د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي چې په کاپیسا ولایت کې د ګډو ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې ملکي وګړي وژل شوي دي. د یاد بنسټ له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دوی د معلوماتو له مخې، تېره اوونۍ د ځانګړې قطعې ځواکونو د نړيوال ايتلاف هوايي ځواکونو په همکارۍ، د مخالفينو د ځپلو په موخه د نجراب ولسوالۍ په ځینې سیمو کې ځمکني او هوايي عمليات کړي دي چې له امله یې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. یاد کمیسیون له کورنیو او بهرنیو ځواکونو په کلکه غوښتنه کړې ده چې په خپلو نظامي عملياتو کې د مسوولانه دقت ترڅنګ د نړیوالو بشردوستانه حقونو اصول او د هېواد قوانين په جدي توګه مراعات کړي څو ملکي خلکو ته د زیان او مرګ ژوبلې له اوښتو مخنیوی وشي. تر اوسه افغان او ناټو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي.





























