د کابل هوا د ژمي په را رسېدو د بل هر وخت په پرتله ککړه شوې ده او د دغه ښار اوسېدونکي له جدي روغتیايي ستونزو سره مخ دي. سره له دې چې حکومت د ځینو اقداماتو خبره کوي، خو کابل ښاریان وایي چې حکومت په خپله دنده کې ناکام دی او د کابل ښار هوا ورځ تر بلې زهري کېږي. د کابل ښار هوا هر ژمی خورا ککړه وي، خو روان ژمی تر بل هر وخت د دې ککړتیا کچه لوړه شوې ده. هوا د نړیوال روغتیايي سازمان تر ښودل شوي وروستي حد څو برابره ککړه او زهري شوې ده.
په وروستیو کلونو کې د اقلیم بدلون او د هوا ککړتیا پر نړیواله ستونزه بدله شوې، چې په دې بهیر کې د افغانستان ځینې ښارونه هم ورګډ دي. پلازمېنه کابل یو له هغو نړیوالو ښارونو دی چې د هوا ککړتیا پکې اوج ته رسېدلې ده او د اوسېدونکو ژوند یې له خطر سره مخ کړی دی. د چاپېریال ساتنې ادارې خپرې کړې شمېرې ښيي، چې د کابل په ډېری سیمو کې د غیر معیاري سون توکو د کارونې له امله د هوا ککړتیا اوج ته رسېدلې ده او دوی هڅه کوي چې دغه ستونزه کنټرول کړي.
د چاپېریال ساتنې ادارې په کابل کې شته استوګنیزو ښارګوټیو، فابریکو، اصنافو او نورو کسبګرو ته خبرداری ورکړی، چې معیاري سون توکي وکاروي او تر څنګ یې د خپلو سون توکو د خطرونو کمولو لپاره فلترونه وکاروي. دې ادارې ویلي چې دوی له نورو ارګانونو سره په ګډه د هغو کسانو پر وړاندې اقدام کوي، چې قوانینو ته درناوی نه کوي او د کابل ښاریانو ژوند ته خطر پېښوي.
له دې سره هممهاله پرون د اجرایه رییس په مشرۍ د هوا د ککړتیا پر وړاندې د مبارزې عالي کمېټې غونډه کړې ده. اجرایه رییس په دغه غونډه کې ویلي چې دوی د متخلفینو پر وړاندې جدي ګامونه اوچتوي او په دغه کمېټه کې شامل ارګانونه باید خپلې دندې په سمه توګه سر ته ورسوي. نوموړي د چاپېریال ساتنې ادارې ته دنده وسپارله، چې د هوا پاکولو ځانګړو فلترونو په برابرولو کې ژر تر ژره اقدامات وکړي.
بلخوا د چاپېریال ساتنې ادارې مرستیال انجنیر عزت الله صدیقي وایي، په ښار کې د غیر معیاري سون توکو د کارونې او په ښارګوټو کې د معیاري تودوونکو سیسټمونو د نه موجودیت له امله، د کابل ښار د هوا ککړتیا اوج ته رسېدلې ده. د ده په خبره، کابل ښاریان د ډبرې سکاره سیځي، غیر معیاري تېل کاروي، ربړ او چرمونه سیځي چې له امله یې د ښار هوا ککړه او د خلکو ژوند ته ګواښ متوجه دی.
بلخوا د ولسي جرګې د چاپېریال ساتنې د کمېسیون مشر خان محمد وردګ هم وایي چې حکومت دې د کابل ښار د هوا ککړتیا د کنټرول لپاره اړین ګامونه اوچت کړي. هغه ویلي: «حکومت باید جدي اقدام وکړي، د کابل او نورو ښارونو هوا مخ پر ککړتیا ده او دا د ټولو لپاره خطرناکه ده».
د ولسي جرګې بل غړي حیات الله عالمي ویلي چې د کابل د هوا ککړتیا خپل اوج ته رسېدلې ده. عالمي ویلي: «په کابل کې د هوا ککړتیا کچه ۴۵۰ ته رسېدلې، په داسې حال کې که په نورو هېوادونو کې د هوا ککړتیا ۱۵۰ ته ورسیږي، هلته رخصتي اعلانوي».
کابل ښاریان بیا حکومت پړ بولي چې د هوا ککړتیا ته پام نه کوي او همدا راز د ځینو فابریکو او ښارګوټیو د غیر معیاري تودوونکو سیسټمونو او سون توکو په اړه اقدام نه کوي. د کابل ښار اوسېدونکی نذیر شینواری وایي: «حکومت ناتوانه دی، پر فابریکو او ښارګوټو کنټرول نه لري، هوا ورځ تر بلې خرابېږي».
د هوا ککړتیا په ټولنیزو رسنیو کې هم غبرګونونه پارولي دي. کاروونکو ککړه هوا خاموش قاتل بللی او پر حکومت یې غږ کړی دی، چې د دغه بوږنوونکې پدیدې د کنټرول لپاره اړین اقدامات تر سره کړي. د روغتیا نړیوال سازمان بیا وایي چې هر کال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ۴،۲ میلیونه وګړي له کوره د بهر ککړې هوا او ۳،۸ میلیونه په کورنو کې د ننه د شته ککړې هوا له امله مړه کېږي.





























