امریکا له لومړي سره د افغان جګړې په اړه واضح تصویر او تګلاره نه لرله. نشنل انټرسټ نشریه په خپله یوه مقاله کې لیکي په افغانستان کې د امریکا د ماتې ستر لامل دا دی چې دوی دلته د جګړې په اړه واضح تصویر او کارنده تګلاره نه لرله. سرچینه کاږي دوی په ناڅاپي توګه پر افغانستان د برید پلان جوړ کړ او په دغه هېواد کې یې د ستونزې اصلي رېښه و نه پېژندله. په مطلب کې راځي د واشنګټن پوسټ خپاره شوي اسناد د امریکا لپاره ستر درس دی چې نور خپله بې هدفه او ناکامه شوې جګړه پای ته ورسوي. نشنل انټرسټ لیکي دغه اسناد ۲۰۱۴ کال مخکې وضعیت په اړه معلومات ورکوي او دا چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به امریکايي پوځيانو په افغانستان کې څومره نورې تېروتنې کړې وي لا یې په اړه اسناد نشته دي. نشنل انټرسټ لیکي چې امریکا دې د تېروتنو له اوږدولو ډډه وکړي او د ویتنام په څېر دې له افغانستان هم خپل سرتېري وباسي.





























