طالب مشرانو پر لنډمهاله اوربند هوکړه کړې خو ددغه ډلې نظامي قومندانان یې مخالفت کوي. بي بي سي پښتو ته طالب سرچینو ویلي چې د طالبانو د کوټې او پېښور شورا پر لنډمهاله اوربند هوکړې ته رسېدلي دي خو په هلمند کې ددغه ډلې نظامي قومندانان د اوربند مخالفت کوي. دغه سرچینه وایي، هلمند کې د طالبانو قومندان صدر ابراهیم، چې د طالبانو د دفاع وزیر هم بلل کېږي، له اوربند سره مخالفت کوي او ټینګار کوي چې امریکایان دې بې له کوم شرطه له افغانستانه ووځي. بلخوا اسوشټېډ پرېس او نورو بهرنیو رسنیو ویلي چې طالبانو لس ورځني موقت اوربند ته تیاری ښودلی دی خو د پیل نېټه یې نه ده مشخصه شوې. د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی کوټې او پېښور ته تللی و او هلته یې د اوربند په اړه خبرې کړې دي. دا چې دغه اوربند به څه وخت پیلېږي په اړه یې معلومات نشته دي.





























