نی یا د ازادو رسنیو ملاتړ اداره په افغانستان کې ۲۰۱۹ میلادي کال د رسنیو لپاره خونړی بولي. نی وایي چې په دې کال کې د رسنیو ۱۰ کارکوونکي او خبریالان وژل شوی دي. د رسنیو د ملاتړ ادارې تازه موندنې ښيي چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۱۵ قضیې ثبت شوي دي. په دې کې لس وژنې، ۲۱ د ټپي کېدو، دغه شان لس د وهلو ډبولو ، ۵۱ نورې د ګواښونو، د دې ترڅنګ لس قضیې د موقتي نیولو، اته د اختطاف او په دریو رسنیو حملې شوي دي. د دغه بنسټ اجراییوي رييس مجیب خلوتګر د دغه ادارې د کلني راپور د خپرولو په غونډه کې وویل چې د ۲۰۱۹ میلادي کال په اوږدو کې لس خبریالان او د رسنیو کارکونکي وژل شوي دي.





























