د اکسپرس ټربیون په نامه پاکستانۍ ورځپاڼه وایي، امریکا په افغانستان کې پر نظامي بریا د ټینګار له امله ډېرې تېروتنې کړې دي. یاد مطلب چې د سیاسي چارو شنونکي محمد علي احسان لیکلی دی کاږي، په افغانستان کې د امریکا نظامي تګلاره ناکامه شوې ده. د هغه په باور دا جګړه چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده نه یوازې دا چې کومه لاسته راوړنه نلري، بلکې تر ډېره یې په زیان تمامه شوې ده. مطلب د امریکا د ماتې دلایلو ته په اشارې لیکي، په افغانستان کې د امریکا ټولو نظامي قومندانانو پر جګړه ټینګار کړی دی چې دا یې تېروتنه کړې ده او پرته له دې چې د جګړې عوامل وڅېړي جنګ ته یې دوام ورکړی دی. د لیکوال په وینا، که چېرته د امریکا هدف په افغانستان کې سیاسي ثبات وایي نو هیڅکله به یې پر جګړه ټینګار نه و کړی ځکه جګړه هیڅکله ګټونکی نلري او یاد هدف له سوله ییزو لارو په ښه ډول لاس ته راوړل کېدای شو. د لیکوال په خبره، په افغانستان کې د امریکا اوسنی سیاست دا په ډاګه کوي چې دوی اوس په دې هېواد کې د ثبات په لټه کې دي او تمه شته چې ژر دې هدف ته ورسېږي.





























