د لغمان په مرکز مهترلام کې د ښاروالۍ او خصوصي سکټور د ۲۱۹ میلیونو افغانیو په ګډ مالي لګښت، د يو تفريحي پارک د جوړېدو کار پيل شو.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي پژواک ته ويلي، چې د سلامزي په نوم دغه تفريحي پارک په ۳۰۶ جریبه ځمکه کې جوړېږي، چې پرون يې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د مهترلام ښاروال نظیف الله الکوزی وايي، دغه پارک ته ۱۱۹ میلیونه افغانۍ د مهترلام ښاروالۍ او ۱۰۰ میلیونه نورې د خصوصي سکټور له لوري ځانګړې شوې، چې ډېرې اسانتیاوې به ولري او چارې به یې د دریو کلونو په موده کې بشپړې شي.
د مهترلام ښاروال همدا راز زیاتوي چې د ساختماني چارو له بشپړېدو سره سم به په یاد پارک کې یو پنځه ستوریز هوټل، د اوبو حوض، د سړکونو اساسي پخول او لسګونه هټۍ هم ورغول شي.