د جګړې په ډګر کې طالب قومندان وایي د امریکایانو تر وتلو پورې دوی اوربند او د جګړې درولو ته ژمن نه دي. سکای نیوز د جګړې په ډګر کې له طالب وسله والو سره مرکې کړي دي او له دوی یې د اوربند په اړه پوښتنې کړې دي. دغه طالب قومندانانو ورته ویلي په لومړي سر کې باید امریکایي ځواکونه له افغانستان ووځي تر هغه وروسته به پر اوربند او له افغان حکومت سره پر سوله خبرې کېږي. طالب قومندانانو ویلي امریکايي ځواکونه چې په افغانستان کې موجود وي دوی هېڅکله اوربند نه کوي. تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم اوربند رد کړی او په خبره یې پر یوه دویمه لار سلا مشورې روانې دي چې له مخې یې د امریکایانو له غوښتنې سره سم تاوتریخوالی راکم کړل شي او د سولې هوکړې لاسلیک ته فضا مساعده شي.





























