بهرنۍ رسنۍ وایي امریکا او طالبانو هوکړه کړې چې د سولې تړون له لاسلیک سره هممهاله به زرګونه طالب بندیان له زندانونو ازادېږي. طالبانو په دې اړه د ۵ زرو بندیانو لېست هم برابر کړی دی. بلخوا په پلچرخي زندان کې طالب زندانیانو له یوه خبریال سره په خبرو کې ویلي چې د سولې هوکړې له لاسلیک سره سم دوی هم ازادېږي. ددوی په خبره په دغه زندان کې سلګونه طالبان زنداني دي چې د تړون له لاسلیک سره سم ازادېږي. دوی تمه لري چې دغه تړون ژر تر ژره لاسلیک شي.





























