د طالبانو او امریکا ترمنځ اوربند یا د تاوتریخوالي کمول د سولې لپاره مهم پرمختګ دی. واشنګټن ټایمز نشریه په یوه مطلب کې لیکي چې که طالبان او امریکا د سولې هوکړې د لاسلیک لپاره اوربند وکړي نو دا یو مهم پرمختګ دی. دغه ورځپاڼه وايي د افغانستان اتلس کلنه جګړه پای ته رسېدو ته اړتیا لري او ددغه جګړې د ختمولو لپاره باید پر هرې ممکنې لارې تمرکز وشي. واشنګټن ټایمز داسې مهال دغه خبره کوي چې طالبانو اوربند رد کړی دی او وايي دوی هڅه کوي د تاوتریخوالي د کمولو پر لارو چارو غور وکړي. دا د طالبانو پلان دی خو امریکا د سولې هوکړې د لاسلیک لپاره تر ټولو ستر شرط د اوربند رامنځ ته کول ټاکلی دی.





























