د اروزګان د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د دې ودانۍ د پرانيستې په مراسمو کې د ځايي چارواکو تر څنګ، د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست رسول باوري هم ګډون درلود.
پوهاند رسول باوري ویلي، دغه ولایت د هېواد د ۳۱ هغو ولایتونو په نوملړ کې ځاى شو، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونه يې خپلې ودانۍ لري.
هغه ويلي چې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست لپاره نوې جوړه شوې ودانۍ دوه پوړیزه ده، چې د ۲۴ ميليونو افغانیو په لګښت جوړه شوې او ټولې اړینې اداري خونې او نور ملحقات لري.
په ورته وخت کې د اروزګان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس احمد ځلاند ويلي چې د يادې ودانۍ په جوړېدو سره به د دوی ستونزې هوارې او پراخه کاري زمينه به ورته برابره شي.