مشرانو جرګه وايي، یوازې د طالبانو او امریکا ترمنځ پر موقت اوربند توافق ګټور نه دی. د مشرانو جرګې غړي وايي، چې د روانې جګړې له امله هره ورځ بې ګناه افغانان قربانۍ ورکوي او که د امریکا او طالبانو ترمنځ د اوږدمهاله عمومي اوربند پرځای پر موقت اوربند توافق کیږي دا د افغانانو لپاره ګټور نه دی. سناتوران پر حکومت نیوکه کوي، چې د سولې لپاره د ملي اجماع رامنځ ته کولو برخه کې یې هڅې ناکامې دي او د سولې مذاکراتو بریالي کیدو لپاره ملي اجماع اړتیا ده. ددوی په خبره یوازې له امریکایانو سره اوربند به بین الافغاني جګړ شدیده کړي او په دې توګه به یو ځل بیا افغانستان پخپلو کې د خونړۍ جګړې شاهد وي. سناتوان ټينګار کوي، چې اوربند باید عمومي او د ټولو غاړو ترمنځ وي.





























