د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د افغانستان د ډاکټرانو او عامې روغتیا وزارت یو پلاوی دغه هېواد ته تللی و. دوی په دغه سفر کې پر بېلو مسایلو خبرې کړې دي. ایراني چارواکو ویلي چې دوی په ساینسي او طبي برخه کې له افغانستان سره همکاریو او د اړیکو پراختیا ته ژمن دي. افغان چارواکو هم په دې سفر کې ویلي چې افغانستان په بېلو برخو کې د پرمختګ لپاره همکاریو ته اړتیا لري نو ښه به وي چې د افغان او ایراني لوري ترمنځ په طبي برخه کې هم د اړیکو پراختیا لپاره عملي او پراخ ګامونه اوچت کړل شي.





























