د سالنګونو د حفظ او مراقبت مسوولان وايي، په شمالي او جنوبي سالنګ کې سخته واوره ورېږي چې توند باد هم ورسره دی. له همدې امله دغه لاره د لویو موټرونو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده او دغه ډول موټر پر یاده لار تر دویمې خبرتیا پورې تګ راتګ نه شي کولی. د چارواکو په خبره ښایي د واورې ورښت تر ۲۴ ساعتونو پورې دوام وکړي چې له امله به یې لار تړلې وي. سرچینې له مسافرو غوښتي چې پر دغه لار د سفر پر مهال احتیاطي تدابیر ونیسي او له ټولو لارښوونو سره سم تګ راتګ وکړي.





























