په تېر میلادي کال کې په افغانستان کې بشري وضعیت د تېرو کلونو په پرتله خراب شوی دی. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي په تېر میلادي کال کې نه یوازې دا چې د بشري حقونو په وضعیت کې ښه والی نه دی راغلی بلکې خراب شوی دی. ددغه کمیسیون کمېشنر او ویاند شکرالله مشکور وایي، جګړې او نا امنۍ د بشري حقونو د وضعیت خرابوالي اصلي لاملونه دي. بلخوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا هم وایي چې په افغانستان کې بشري وضعیت د تېرو کلونو په پرتله خراب شوی دی. ددغه ادارې په وینا دوی په نوي ۲۰۲۰ز کال کې ۷۵۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري څو له اووه سوه میلیونه اړمنو افغانانو سره لومړنۍ مرستې وکړي. دغه اداره جګړه او تاوتریخوالی د بشري وضعیت د خرابوالي مهم لاملونه بولي او هیله لري چې روانې جګړې پای ته ورسېږي.