د ملي امنیت شورا سلاکار پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې تېر ۲۰۱۹ز کال د افغانستان لپاره له ستونزو، خنډونو او پرمختګونو ډک و. د حمدالله محب په خبره د سولې لپاره پراخې هڅې وشوې چې لا هم سوله د افغان حکومت لپاره مهمه ده. دده په خبره ټول افغانان ددې غوښتونکي دي چې دلته روانه جګړه پای ته ورسېږي او سوله راشي. محب زیاتوي چې د سولې تر څنګ د عامو افغانانو او جمهوریت ساتل هم د افغان حکومت لومړیتوب دی او په هېڅ قیمت به پر دې ارزښتونو معامله و نه کړي. نوموړی په امنیتي ادارو کې د پراخو اصلاحاتو خبره هم کوي او وایي چې په امنیتي ادارو کې مهم او ارزښتناک بدلونونه راغلي چې ورسره سم دغه ادارې د پخوا په پرتله پیاوړې شوې دي.





























