یوه امنیتي سرچینه وايي، د کندز په ارچي ولسوالي کې ۱۳ تنه امنیتي سرتېري وژل شوي دي. تېره شپه وسله والو طالبانو په ارچي کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې په لړ کې یې ۱۳ سیمه ییز پولیس او د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي. د کندز د ولایتي شورا منشي فوزیې یفتلي هم دا پېښه تایید کړه. نوموړې وایي، طالبانو په دې برید کې، چې د شپې په ۱۰ بجې یې کړی، د ۱۳ سرتېرو د وژلو ترڅنګ یې دوه نور ټپیان کړي هم دي. خو د کندز د پولیسو ویندوی انعام الدین رحماني وايي چې په حمله کې دوه سیمه ییز پولیس وژل شوي او طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې د کره شمېر په اړه یې معلومات نه لري. طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.





























