افغان امنیتي چارواکي وایي چې شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې د طالبانو د وروستیو بریدونو له امله ۲۵ سرتېري وژل شوي دي. خو وسله وال طالبان د افغان سرتېرو مرګ ژوبله تر دې ډېره ښيي. د تخار د والي ویاند جواد هجري وایي چې د درقد ولسوالۍ نښته کې ۱۱ طالب وسله وال هم وژل شوي او پنځه ټپیان دي. د تخار څنګلوري ولایت کندوز کې هم چارواکي وايي، چې په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ملي امنیت او ځايي پولیسو پر پوسته د طالبانو برید کې ۱۲ سرتېري وژل شوي. همدارنګه د مزار شریف – شبرغان پر سړک د سرتېرو پر پوسته طالبانو برید کړی چې پکې شپږ کسه وژل شوي دي. ددې تر څنګ د هېواد په لودیځو ولایتونو کې هم د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي. افغان حکومت هم طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده. دا خونړۍ نښته داسې مهال کېږي چې طالبانو اوربند رد کړ خو وايي پر یوه بدیله لار سلا مشورې روانې دي.





























