په کابل کې د امریکا سفیر جان باس تېره ورځ له طلوع نیوز سره مرکه کې ویلي دي راتلونکی ولسمشر باید ټولې سیاسي ډلې په حکومت کې ګډې کړي. دده په خبره په افغانستان کې ۹ میلیونه وګړي د رایې ورکولو په شرایطو برابر دي خو له دې ډلې یې یوازې تر یو میلیون ښایي کمو کسانو راتلونکي ولسمشر ته رایه ورکړي وي. دده په وینا نو تر میلیون په کمو رایو راغلی ولسمشر به ښايي سیاسي اعتبار و نه لري او د ټولو هغو کسانو استازیتوب نه کوي چې د رایې ورکولو شرایط یې پوره کړي دي. جان باس وايي له همدې امله راتلونکي ولسمشر ته په کار ده چې ټولو ډلو ته په حکومت کې ځای ورکړي او یو ګډ حکومت جوړ کړي. باس تر دې وړاندې هم په ځلونو د ټاکنو په اړه څرګندونې کړې دي.





























