ځینو باوري سرچینو رسنیو ته ویلي چې کوټې او پېښور ته د طالبانو تللی پلاوی بېرته قطر ته تللی دی او په نږدې ورځو کې به د امریکا او طالبانو خبرې بېرته پيل شي. د دواړو لورو خبرې وروسته له هغه وځنډېدې چې طالبانو پر بګرام هوایي اډه برید وکړ. خلیلزاد هغه مهال وویل چې د برید په اړه یې خپله اندېښنه شریکه کړې ده او له طالبانو یې غوښتي چې د تاوتریخوالي کمولو په اړه له خپلو مشرانو سره خبرې وکړي. تر هغه وروسته طالب پلاوی کوټې او پېښور ته لاړ او له مشرانو سره یې پر یو لړ مواردو هوکړې ته رسېدلی خو په اړه یې واضح معلومات له رسنیو سره نه دي شریک کړي. سرچینې وایي چې په همدې تړاو به ډېر ژر د طالبانو او امریکا مخامخ خبرې بېرته پيل شي.





























