طالبان تر هغه هدف ګرځول کېږي چې اوربند او سولې ته نه وي تیار شوي. ملي دفاع وزارت وایي دوی سولې ته ارزښت ورکوي خو تر هغه به له طالبانو سره جګړه روانه وي چې دوی سولې ته تیاری نه وي ښودلی. ددغه وزارت ویاند دا هم وایي چې د افغان ځواکونو جګړه د سولې لپاره روانه ده. بلخوا په کابل کې د امریکا سفیر جان باس په تازه څرګندونو کې ویلي دوی له طالبانو سره د تاوتریخوالي داسې کمېدل غواړي چې افغان ځواکونه هم پکې شامل وي. دده په خبره تاوتریخوالی باید له ټولو اړخونو سره کم شي. دا څرګندونې داسې مهال دي چې په دې وروستیو ورځو کې د هېواد په شمال کې جګړې اوج ته رسېدلې او دواړو لورو ته درانه تلفات اوښتي دي.





























