د افغانستان د کرنې، اوبه لګونې او مالدارۍ وزارت وايي د تېرو کلونو په پرتله د پنبې حاصلات ډېر شوي دي. دغه وزارت وايي چې په روان کال کې تر ۷۳ زرو ټنو ډېره پنبه تولید شوې چې د تېر په پرتله ۲۱ سلنه زیاتوالی ښیي. په افغانستان کې دمګړی پر څه باندې پنځه زره هکټاره ځمکه باندې پنبه کرل کېږي. د کرنې وزارت وایي د پنبې تولیداتو د لا زیاتیدو لپاره یې په ۱۴ ولایتونو کې نمایشي قطعې جوړې کړي دي. افغانستان دمګړی خپله پنبه تر ډېره پاکستان ته صادروي خو تازه افغان حکومت وایي په شمال کې به د پنبې د پروسس او همدا راز له دغه بوټي د غوړیو د تولید فابریکې جوړې کړي چې په دې اړه یې له ځینو هېوادونو سره خبرې هم کړې دي.