د کانونو او پترولیم وزارت وایي چې په دغه وزارت کې د اصلاحاتو، پرمختګونو او اروپايي ټولنې معیارونو عملي کولو نه وروسته دغه ټولنې له دوی سره یاده مرسته اعلان کړې ده. د سرچینې په خبره دغه پیسې به د ظرفیت جوړونې، اصلاحاتو او نورو اړوندو مواردو لپاره لګول کېږي. دغه وزارت وایي چې دوی هڅه کوي د کانونو په برخه کې پانګونه جذب کړي او دغه راز د ظرفیتونو په لوړولو کې اقدامات وکړي. کانونو وزارت وایي د افغانستان د دایمي پرمختګ اغېزناکه لار دا ده چې پر کانونو پانګونه وشي او دوی هڅه کوي افغانستان کې د کانونو په برخه کې نړیوال فعالیتونه او پانګونې ډېرې شي.