د ماشومانو د ساتنې په برخه کې د ګډ کار د پلان هوکړه لیک د کار او ټولنیزو چارو، عدلیې، کورنیو چارو وزارتونو او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق د استازو ترمنځ لاسلیک شو. د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د دې هوکړه لیک د لاسلیک په غونډه کې وویل، فقر او ناامني د افغان ماشومانو پر وړاندې اساسي ننګونې دي او دغه دوه لاملونه د دې لامل شوي چې د دولت پر موجوده هڅو سربېره لا هم په هېواد کې ۳،۷ میلیونه ماشومان ښوونځيو ته لاسرسی نه لري. هغه زیاته کړه، په افغانستان کې له ماشومانو د ملاتړ تعریف شوي لومړیتوبونه باید په یادو دوو لاملونو تمرکز ولري. نوموړي له ماشومانو د ملاتړ او د ماشومانو د ملاتړ د قانون د تطبیق په برخه کې د دولتي ادارو پر ډېره همغږۍ ټينګار وکړ او ویې ویل، په افغانستان کې له ماشومانو د ملاتړ د قانوني او حقوقي برخو د رامنځته کېدو لپاره ښه ګامونه پورته شوي دي.





























