د ترکیې هېواد د کډوالو ادارې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې تېر ۲۰۱۹ میلادي کال کې یې نږدې پنځه لکه بې قانونه کډوال نیولي دي. د راپور له مخې، د افغانستان، پاکستان، سوریې، فلسطین، عراق، ایران، ګرجستان، میانمار او مالداویا وګړي د دې نوملړ په سر کې دي. د دې شمېرو له مخې، نیول شویو کې له یو لک ۹۹ زرو ډېر افغان کډوال دي چې تر ۲۰۱۸ کال یې شمېر دوه برابره شوی دی. خو ترکیه کې تېر کال د ایران له ۲۱۰۰ ډېر کډوال نیول شوي چې تر ۲۰۱۸ کال نږدې زر کسان کم دي. انقره کې افغان سفارت وايي، ترکیه کې ډېری نیول شوي افغانان داسې کسان دي چې بې قانونه دغه هېواد ته تللي دي. وروستیو کلونو کې د امنیتي وضعیت خرابېدو ډېری افغانان له هېواده تېښتې ته اړ کړل.





























