پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت د واورې او بارانونو له امله د احتمالي پېښو لپاره د ژمني پلان جوړېدو خبره کوي. ددغه وزارت چارواکي وايي، له دوو ورځو راهیسي د پلازمېنې کابل په ګډون په لسو ولایتونو کې د واورې ورښت دوام لري. د دې ادارې ویاند احمد تمیم عظیمي وايي، چې د واورې ورښت په ځینو ولایتونو کې لارې بندې کړې دي. عظیمې زیاته کړه چې احتمال لري دا ورښتونه جنوبي، جنوب لویدیځو، شمالي او شمال ختیځو ولایتونو ته هم وغځیږي. که څه هم د کابل اوسېدونکي د سږکال لومړنۍ واورې ورښت ته خوښ دي، خو بل خوا دا ورښتونه د افغانستان په ځینو نورو سیمو کې د خلکو ژوند له سختیو سره مخامخ کوي. د طبیعي پیښو په چارو کې د دولت وزارت ویاند بیا وایې چې د لارو د خلاصیدو لپاره تدابیر نیول شوي او دا د ژمني پلان یوه برخه ده.





























