ولسمشرۍ ماڼۍ وایي په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په احتمال اندېښمن دي. ارګ په یوې اعلامیې کې ویلي هیله لري چې ایران او امریکا د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخنیوی وکړي او اختلافونه د خبرو له لارې حل کړي. د ارګ په اعلامیه کې راغلي، افغانستان له امریکا سره د ستراتیژیک تړون له مخې خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې خاوره به یې د بل هېڅ هېواد پر ضد نه کارېږي. بل لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې له ولسمشر غني سره یې د جنرال سلیماني د وژنې په تړاو خبرې کړې دي.





























