ورښتونه به په هېواد کې کرنیز محصولات د ۲۰ او ۳۰ سلنې ترمنځ زیات کړي. د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي په کرنیزه برخه کې په هېواد کې د پام وړ پرمختګونه رامنځ ته شوي دي او د تېرو کلونو په پرتله روان کال کرنیز محصولات ډېر وو. د سرچینې په خبره همدا اوس هم په هېواد کې د غلجاتو د تولید په برخه کې د تېرو کلونو په پرتله ۴۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی. ددغه وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، روان کال به هم د ورښتونو ډېروالی د ۲۰ او ۳۰ سلنې ترمنځ کرنیز محصولات ډېر کړي. ده ټینګار وکړ چې وزارت په سیمه او نړۍ کې د افغان محصولاتو لپاره د بازارموندنې په لټه کې هم دی.