د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون وایي، تر اته زره ډېر شکایتونه جدي دي چې څېړنه به یې پر لومړنیو پایلو ډېر اغېز ولري. د دغه کمېسیون غړو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې دوی خپل کار په پوره شفافیت مخ ته وړي، خو دا چې شکایتونه ډېر دي، نو ښایي کارونه یې پر ټاکل شوې نېټه پای ته ونه رسېږي. بل پلو پر ټاکنو څارونکي بنسټونه هم وایي، چې د شکایتونو کمېسیون دې دنده په سمه توګه تر سره کړي او ټول شکایتونه دې وڅېړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون بریالی شو چې تر اوږده ځنډ وروسته د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي. تر هغه وروسته، د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمېسیون دنده پیل شوه. په دریو ورځو کې (۱۶۵۰۰) شکایتونه له دغه کمېسیون سره ثبت شول. د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون هغه مهال وویل چې د دغو شکایتونو څېړل به پر لومړنیو پایلو ارو مرو اغېز ولري. په لومړنیو پایلو کې اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني ګټونکی اعلان شوی دی، خو پاتې نور نوماندان بیا د ټاکنو کمېسیون د یوه کس په ملاتړ تورنوي او په خبره یې دا رایې شفافې نه دي او دولت ساز ټیم درغلۍ کړې دي.
د شکایتونو خپلواک کمېسیون وایي چې دوی ته تر (۱۶۵۰۰) پورې شکایتونه ثبت شوي، چې له دې ډلې یې (۸۴۷۳) جدي دي او پر لومړنیو پایلو به تاثیر ولري. د دغه کمېسیون یوه غړي او ویاند محمد قاسم الیاسي ویلي، د دې څه باندې اتو زرو شکایتونو سمه څېړنه به د ټاکنو لومړنۍ پایلې ارو مرو بدلې کړي. دغه کمېسیون همدا راز وایي چې په ۳۱ ولایتونو کې د ۱۴ زرو او ۷۶۰ شکایتونو ډلبندي پای ته رسېدلې او د دغو شکایتونو راپور مرکزي دفتر ته رسېدلی دی.
محمد قاسم الیاسي وایي، دوی ټول شکایتونه په کټهګوریو وېشلي دي. هغه وايي: «په الف کټهګورۍ کې (۸۴۷۸) شکایتونه شامل دي، دا په حقیقت کې پر رایو شکایتونه دي چې مهم هم دي. ب کټهګوري بیا (۱۰۲۱) شکایته دي، چې دا د اشخاصو په اړه ثبت شوي شکایتونه دي».
د دغه کمېسیون معلومات ښيي چې په ۳۱ ولایتونو کې د (۱۴۷۶۰) ارزول شوو شکایتونو له ډلې (۳۰۱۱) یې د ټاکنیزو جرمونو، (۴۲۴۸) یې ټاکنیزو تخلفونو، (۱۳۷۱) یې ټاکنیزو تخطیو او (۶۶۷۹) بیا د بایومټریک رایو او پایلو د پاڼې تر منځ پر توپيرونو ثبت شوي دي.
کمېسیون بیا دغه راز وایي چې په ډایکنډي، غور او هلمند ولایتونو کې د ارزول شوو شکایتونو راپورونه تر اوسه د تخنیکي او انټرنېټي ستونزو له امله مرکزي دفتر ته نه دي رسېدلي. دوی وايي، هڅه کوي چې ژر د دغو ولایتونو د ارزول شوو شکایتونو راپور هم مرکزي کمېسیون ته لاړ شي او دوی یې په اړه پرېکړه وکړي.
بلخوا بیا پر ټاکنو څارونکي بنسټونه وايي چې ښایي دغه کمېسیون خپلې چارې له ټاکل شوي وخت سره سمې پای ته ونه رسوي. د ټاکنیزو شکایاتو کمېسیون ځینو غړو هم تر دې وړاندې د وخت په تړاو اندېښنه ښودلې وه. دوی ویلي وو چې ښایي د ځینو ستونزو له امله او د شکایتونو د ډېروالي له امله دوی خپلې چارې په ټاکلې موده کې بشپړې نه کړي.
د افغانستان د ازادو ټاکنو د بنسټ اجرايي رییس نعیم ایوب زاده هم وايي، چې که د ټاکنو په اړه ثبت شوي شکایتونه په مسلکي او شفافه توګه وڅېړل شي، نو پر لومړنیو پایلو به خورا ډېر تاثیر ولري. هغه وايي: «که شکایتونه په سمه توګه څېړل کېږي، بې طرفي وساتل شي او په مسلکي توګه وڅېړل شي، نو پر لومړنیو پایلو ډېر تاثیر کولی شي، ډېر بدلون راوستلی شي».
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ټینګار کوي چې په خپلو چارو کې بې طرفه دي او د هېڅ نوماند په ګټه به خپل اصول مات نه کړي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون د لومړنیو پایلو پر بنسټ ولسمشر غني ګټونکی دی او که شکایتونه په پایلو کې بدلون را نه ولي، د قانون له مخې به دی په وروستیو پایلو کې هم ګټونکی اعلانېږي. خو ډېری بنسټونه او د ټاکنو د برخې فعالین پر دې باور دي چې ښایي د شکایتونو په څېړلو سره ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شي.





























