کرنې وزارت ویلي چې په هېواد کې یې د بڼوالۍ د پراختیا په پار، ډېر پروګرامونه پلي کړي چې ورسره د بڼوالۍ چارې پراخې شوې او بڼوالو ته د ګټې وټې زمینه هم برابره شوې ده.
د دغه وزارت چارواکو ویلي چې د یاد وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» له لارې په روان ۱۳۹۸یم کال کې د پسرلني او مني کمپاینونو په لړ کې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د مېوو څه باندې ۲۰ زره او ۹۵۵ جریبه نوي باغونه یې جوړ کړي او تر څنګ یې پر بڼوالو د بڼوالۍ د محصولاتو د راټولولو دوه زره کڅوړې هم وېشلې دي.
د دغې پروژې د چارواکو په خبره، په هېواد کې د څه باندې ۲۰ زره او ۹۵۵ جریبه نويو بڼونو د احداث تر څنګ، په ټولیزه توګه څه باندې ۱۳ زره او ۵۰۰ جریبه زاړه بڼونه هم بیارغول شوي چې د بڼوالو د عوایدو د زیاتوالي لامل شوي دي.