واشنګټن ایکزماینر په یوه مطلب کې لیکي امریکا په دې لټه کې ده چې له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي او دلته روانه جګړه ختمه کړل شي. د سرچینې په خبره امریکا له طالبانو د لنډمهاله اوربند غوښتنه کړې وه، خو ددغه ډلې مشر یاده غوښتنه رد کړې ده. په مطلب کې راځي چې د سولې روان بهیر هیله بښونکی نه ښکاري، ځکه طالبان لا هم د یوې ترهګرې ډلې په توګه پر افغان ځواکونو خونړي بریدونه کوي او هره ورځ دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوړي. واشنګټن ایکزماینر لیکي چې امریکا دې ژر تر ژره خپل اقدامات ډېر کړي، د سرتېرو په ایستلو کې د بېړه نه کوي او پر طالبانو په باور کولو سره دې د کلونو لاس ته راوړنې نه ضایع کوي.





























