د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله لوړه شوې ده. ددغه کمیسیون غړی او ویاند شکرالله مشکور وایي ددوی شپږ میاشتنی راپور ښيي چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۸،۳ سلنه لوړه شوې ده. د نوموړي په خبره د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لوړېدو اصلي لامل د جګړو شدت دی او ښکېلو لورو ته په کار ده چې ژر تر ژره اوربند او سولې ته غاړه کېږدي. نوموړي د جګړو پر ښکېلو غاړو دا غږ هم کړی چې بشري حقونو او انساني کراماتو ته درناوی وکړي او له ملکي وګړو د خپلو موخو لپاره کار وا نه خلي. د مشکور په خبره ښکېلو لورو د سولې په خبرو کې د امتیاز اخیستلو لپاره جګړه شدیده کړې ده چې له همدې امله ملکي مرګ ژوبله هم لوړه شوې ده.





























