ټایمز آف اینډیا په یوه مطلب کې ویلي امریکا قاسم سلیماني په دې تور وواژه چې هغه په سیمه کې د ترهګرو ملاتړ کاوه او بې ثباتۍ ته یې لمن وهله. سرچینه کاږي پاکستاني جنرالان په تېره د آی ایس آی غړي تر سلیماني ډېر د ترهګرو ملاتړي دي او دوی له ترهګرو ډلو په استفادې زرګونه امریکايي عسکر او بې ګناه افغانان په افغانستان کې وژلي دي. دغه ورځپاڼه لیکي امریکایي لوړپوړي چارواکي پاکستان د ترهګرو ملاتړ بولي او ددغه هېواد پوځي جنرالان په راولپېنډۍ کې ترهګرو ته هر ډول امکانات برابروي خو امریکا یې نه په نښه کوي. ټایمز اف اینډیا لیکي همدا اوس هم د طالبانو له جګړو سره د پاکستاني جنرالانو بشپړ ملاتړ دی او دغه هېواد ټولې ترهګرې ډلې د خپلو موخو لپاره کاروي. ورځپاڼه دا هم وايي چې امریکا نه یوازې د پاکستان پر وړاندې اقدام نه کوي، جنرالان یې تر بندیزونو او فشارونو لاندې نه راولي بلکې برعکس ښې اړیکې ورسره پالي او په دې توګه امریکا دوه مخي کوي.





























