د ترانسپورټ وزارت چارواکو ویلي چې د افغانستان او تاجکستان تر منځ د اوسپنې پټلۍ د جوړولو هوکړه لیک لاسلیک شوی او ژر به یې کارونه پیل شي.
د دغه وزارت ویاند علي سینا ساید ویلي چې د دې هوکړې له مخې، ټاکل شوې چې افغانستان به د جلال الدین بلخي (کلخوز اباد) اصلي اوسپنې پټلۍ او د شېرخان بندر له لارې د (پنج پایان) له سیمې له تاجکستان سره ونښلول شي.
هغه زیاته کړې: «د افغانستان او تاجکستان تر منځ بین الحکومتي هوکړه لیک لاسلیک شو، چې له مخې به یې د رېل پټلۍ له لارې افغانستان له تاجکستان او منځنۍ اسیا سره وصل شي، دا په اقتصادي او سیمه ییز لحاظ مهم رول لري».
د دې هوکړې له مخې، د اقتصادي او تخنیکي امکاناتو د سنجولو مطالعې، د ودانۍ ډيزاین، د پنج سیند پر سر د مرزي سیمې تېردلو لپاره د پله جوړول، د شېرخان بندر اوسپنې پټلۍ تمځای او د یاد مسیر د رېل پټلۍ ودانۍ د تاجکستان له لوري تر سره کېږي.