د سوداګرۍ خونو ویاند وایي پر دغه لار له پرانیستل کېدو وروسته هېڅ ډول تګ راتګ او سوداګري نه ده شوې. ددغه ریاست ویاند جان آقا نوید وایي د لاجوردو لارې د پرانیستلو پر مهال څو محمولې په ازمویښتي ډول له دې لارې لېږدول شوې دي چې له هغه وروسته بیا سوداګري پر دغه لار په ټپه ولاړه ده. دده په وینا یاده لار له څو هېوادونو تېرېږي نو افغان سوداګرۍ په یوه وخت کې د څو هېوادونو وېزې نه شي اخیستلی چې له امله یې د لاجوردو لارې پر مسیر ترانزیت او لېږد رالېږد هم درېدلی دی. لاجوردو لار افغانستان له څو هېوادونو تر تېرېدو وروسته له اروپا سره نښلوي، له پرانیستل کېدو یې یو کال تېرېږي خو د اسانتیاوو د نه موجودیت له امله یاده لار فلج شوې ده.