اجرایه رییس پر امنیتي بنسټونو غږ وکړ، چې د پلازمینې د امنیت لپاره جدي ګامونه اوچت کړي. اجرایه رییس د وزیرانو شورا په نننۍ غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي، چې په کابل ښار کې امنیتي وضعیت خراب شوی دی او دې مسئلې کابل ښاریان اندېښمن کړي دي. د نوموړي په خبره امنیتي بنسټونه دې ژر تر ژره د امنیت د پیاوړتیا او ښه کېدو لپاره جدي او عملي ګامونه اوچت کړي. اجرایه رییس داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په کابل کې امنیتي وضعیت خورا خراب شوی دی. د معلوماتو له مخې هره شپه په کابل ښار کې لږ تر لږه پنځه جنایي پېښې رامنځ ته کېږي چې تر ډېره د غلاوو او وژنو قضیې دي. په دې ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې هم کاروونکو پر امنیتي ارګانونو غږ کړی چې د شعارونو پر ځای دې عملا د کابل ښار د امنیت لپاره ګامونه اوچت کړي.





























