چهارشنبه, اگست 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    روسي پانګه والو؛ د افغانستان د برېښنا تولیدي فابریکو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

    د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو پر برابرولو ټینګار کړی

    د سکټوري ادارو لومړیتوبونه له تمویلوونکو سره شریک شول

    بغلان کې د اوبو پر سر نښته کې څلور کسان وژل شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    روسي پانګه والو؛ د افغانستان د برېښنا تولیدي فابریکو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

    د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو پر برابرولو ټینګار کړی

    د سکټوري ادارو لومړیتوبونه له تمویلوونکو سره شریک شول

    بغلان کې د اوبو پر سر نښته کې څلور کسان وژل شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

صحرايي محکمې بندې کړئ؛ وکیلان: شپني عملیات ودروئ، دا عام وژنه او صحرايي محکمه ده

جنوري 7, 2020
in افغانستان
0 0

سره له دې چې د ژمي موسم په را رسېدو سره د ځانګړو ځواکونو شپني عملیات یو څه کم شوي دي، خو بیا هم دغه ځواکونه په ځينو سیمو کې د عامو وګړو پر کورونو عملیات کوي، چې سخت غبرګونونه یې پارولي دي.  د ولسي جرګې غړو هم پرون پر دې موضوع خبرې وکړې او له حکومته یې د دغو عملیاتو په اړه د پلټنو غوښتنه وکړه. وکیلان وایي چې ځانګړو ځواکونو په وروستیو ورځو کې په لغمان او کابل کې شپني عملیات تر سره کړي، چې عامو وګړو ته یې پکې مرګ ژوبله اړولې ده.

وړمه شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د کابل ښار د خیر خانې سیمې په دویمه حصه کې شپني عملیات کړي دي. په دې عملیاتو کې یې د یوه پخواني جهادي قومندان آمر ستار او د هغه د زوی په ګډون، پنځه کسه وژلي دي. د آمر ستار د کورنۍ نږدې غړي او د پېښې عیني شاهدان وایي چې ځانګړو ځواکونو د دوی په کور کې سخت وحشت خپور کړ او دوه کسه یې له ځان سره بېولي هم دي. د دوی په خبره، د افغان ځواکونو دغه کړنه غیر قانوني ده، ځکه دوی د داسې کس پر کور شپني او خونړي عملیات کړي، چې د حکومت تر څنګ ولاړ و او په غوربند کې بانفوذه قومي مشر و. د آمر ستار یوه زوی هم له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې پلار یې بې ګناه و او په خبره یې که یې کوم جرم لرلی، نو حکومت هغه له قانوني لارو نیولی او بیا بېولی شوای. آمر ستار په غوربند دره کې د جمعیت ګوند پخوانی قومندان و، چې اوسمهال یې په ټاکنیزو منډو ترړو کې د ولسمشر غني په مشرۍ د دولت ساز ټیم ملاتړ کاوه.

بلخوا په ولسي جرګه کې پر همدې مسئله وکیلانو خبرې وکړې او له حکومته یې وغوښتل چې دغه پېښې وڅېړي. د ولسي جرګې رییس او د دې جرګې ځینې غړي وايي، د لغمان مرکز مهترلام ښار اړوند کتب خېلو سیمه کې ځانګړو ځواکونو پر یو کور چاپه وهلې، چې یو سپین ږیری یې وژلی او د هغه څلور زامن یې بندیان کړي دي او دا ډول د کابل خیرخانې په سیمه کې د ملي امنیت ځواکونو یو پخوانی جهادي قوماندان آمر ستار، د هغه زوی او د کور د خاوند په ګډون، پنځه کسه وژلي دي.

بلخوا د ولسي جرګې ځینې غړي د امنیتي ځواکونو دغه ډول کړنې صحرايي محکمې بولي. د ولسي جرګې غړی ګل الرحمن همدرد وایي: «صحرايي محکمې دې بندې کړل شي، حکومت دې د قانون مطابق مجرمین یا تورن کسان نیسي، محاکمو او قانون ته یې دې سپاري، دوی یې مجازات کوي».

وکیلان دا د افغان امنیتي ځواکونو له لوري د ملکي وګړو وژل لومړنۍ پېښه نه بولي او په خبره یې، د دغو کړنو مخه باید ونیول شي، ځکه حکومت ولس ته مسوول دی او باید ځواب ووايي. د ولسي جرګې غړی ذبیح الله عتیق وایي: «دا لومړی ځل نه دی چې ملي امنیت داسې کوي، په دې کې د حکومت بې پلاني او ناتواني هم شامله ده. تر دې مخکې یې هم ملکیان وژلي، په یاد مو دي په ننګرهار کې یې څلور وروران په یوه ځای ووژل».

د ولسي جرګې یو بل غړی پرویز عرب زاده بیا وایي چې په لغمان کې هم ۰۲ قطعې یو ملکي وګړی په دغه ولایت کې د عملیاتو پر مهال وژلی او د وژل شوي کس د کورنۍ څلور غړي یې له ځان سره بېولي دي. هغه ویلي: «ما له والي سره خبرې وکړې، چې دا خو بې ګناه بزګر دی، دې څه کړي دي؟ هغه له دې پېښې هېڅ خبر نه و».

د ولسي جرګې رییس هم دغه پېښه وغندله او اړوند کمېسیون ته یې دنده وسپارله، چې دغه مسئله په هر اړخیزه توګه وڅېړي. میر رحمان رحماني وویل: «دا پېښه باید وڅېړل شي، آمر ستار د تېښتې سړی نه و، که یې کوم جرم لرلی، حکومت نیولی شوای».

د ولسي جرګې غړو داسې مهال د افغان ځواکونو پر شپنیو عملیاتو غبرګون ښودلی، چې تر دې وړاندې هم مدني فعالانو، د ټولنیزو رسنیو کاروونکو، سیاستوالو او رسنیو پر دغه عملیاتو نیوکې کړې دي او له حکومته یې د ورته خونړیو عملیاتو پر ځای، د عامو وګړو د ساتنې او د دوی د امنیت د تامین غوښتنه کړې ده.

Tags: featured
Share1Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

روسي پانګه والو؛ د افغانستان د برېښنا تولیدي فابریکو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

اگست 12, 2026

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو پر برابرولو ټینګار کړی

اگست 12, 2026

د سکټوري ادارو لومړیتوبونه له تمویلوونکو سره شریک شول

اگست 12, 2026

بغلان کې د اوبو پر سر نښته کې څلور کسان وژل شوي

اگست 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In