کرنې او مالدارۍ وزارت ویلي چې روان کال د ډاکار موسسې په مرسته، په نیمروز کې ۱۱۰ شنې خونې جوړې شوې او نورې ډېرې پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
په ورته وخت کې د نیمروز د کرنې ریاست چارواکو هم ویلي، چې له ډاکار موسسې سره یې په ګډه په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د دغه ولایت په مرکز زرنج او دریو نورو ولسوالیو کې لسګونه پروژې بشپړې کړې دي.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې ۵۶ باغونه، ۲۶ شنې خونې، د اوبو کوچني بندونه او کانالونه شامل دي. د سرچینې په خبره، دغه پروژې په مرکز زرنج، چخانسور، چهاربرجک او نورو ولسوالیو کې بشپړې شوې دي.
د نیمروز د کرنې ریاست چارواکو دغه راز زیاته کړې چې د ډاکار موسسې په مرسته، په پام کې لري چې راتلونکی کال د خپلو فعالیتونو لمن د دغه ولایت ټولو ولسوالیو ته ورسوي.