د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر ويلي، چې په افغانستان کې په تېر میلادي کال کې یو ځل بیا ډیر کسان دې ته اړ شوي دي چې د جګړو له کبله خپل ټاټوبي پریږدي. ددې دفتر په وینا په ۲۰۱۹م کال کې د افغانستان دننه د بېځایه شوو کسانو شمېر دهغې څخه دمخه کال په پرتله یوولس سلنه زیات وو چې شمېر یې تر ۴۲۶ زرو انسانانو زیات وو. د بشري مرستو د همغږي کوونکي دفتر د راپور له مخې په تېر میلادي کال کې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په ۳۲ ولایتونو کې خلک خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.