سوداګرۍ وزارت وايي چې د تېرې ډسمبر مياشتې پر مهال د ١٧ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت په ٧٨٧ الوتنو کې ١٠٩ ټنه بېلابېل توکي د هوايي دهلېزونو له لارې نورو هېوادونو ته صادر شوي دي. د ياد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې له يادو توکو ٢٥ ټنه یې چين، ٣٠ ټنه هندوستان او ۲۲ ټنه د اروپايي اتحاديې اړوندو هېوادونو جرمني، فرانسې، سوېډن، بلجيم، سويس او رومانيا ته صادر شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې سعودي عربستان ته ٥ ټنه، متحده عربي اماراتو ته ١٩ ټنه، برېتانيا ته شپږ ټنه او ترکيې ته دوه ټنه توکي صادر شوي دي. د سوداګرۍ وزارت وايي چې له دې مخکې په نوامبر مياشت کې په سلو الوتنو کې د ٢٤ ميليونه ډالرو په ارزښت ١٠٦٢ ټنه توکي نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.