د مهاجرت نړیوال ټولنه په یوه نوي راپور کې وايي چې په ۲۰۱۹ کال کې له ایران او پاکستان څخه له نیم میلیون زیات افغان کډوال خپل هېواد ته را ستانه شوي دي. دغه ټولنه وايي د دې ډلې زیاته برخه چې شمېر یې ۴۸۵ زرو ته رسېږي په ایران کې د اقتصادي بحران له پراخېدو وروسته خپل هېواد ته را ستانه شوي دي. راپور زیاتوي چې ډېری افغانان په ایران کې په توربازار کې کار کوي چې د اقتصادي بحران تر ټولو زیات اغیز هم پر همدې ډول کارونو دی. د مهاجرت نړیواله ټولنه زیاتوي چې له ایران څخه د راستنو شویو کډوالو د شمېر له نیمايي زیات جبري ایستل شوي او پاتې یې په خپله خوښه ستانه شوي.





























