په افغانستان کې یو شمېر پخواني طالب چارواکي د ایران او امریکا وروستي کړکېچ ته په اشارې سره وايي چې که دا شخړه اوږدیږي نو د افغانستان پر سولې به هم اغېز ولري. پخوانی طالب چارواکی سید اکبر آغا که څه هم مني چې ایران به طالبانو سره د مرستې هڅه وکړي، خو دی وايي فکر نه کوي چې دغه ډله د ایران پوځي مرستې ومني. نوموړی وايي، ایران چې اوس په یو کړکېچ کې ایسار دی هڅه به کوي چې په سیمه کې داسې ډلې پیدا کړي چې د دوی ملګرتیا وکړي. خو د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال قاضي محمد امین وقاد بیا وايي، که طالبان د امریکا او ایران له کړکېچه د فشار په توګه ګټه اخلي، نو دا يې ځکه په تاوان ده چې د ده په وینا امریکا ورته زیان رسولای شي. دی له دواړو لورو غوښتنه کوي چې له رامنځته شوي فرصته ګټه واخلي او ژر ترژره سولې ته ورسیږي.





























