د زابل ولایتي چارواکي وايي، د کابل– کندهار لویه لاره د دغه ولایت د مرکز کلات او شاجوی ولسوالۍ ترمنځ د سختې واورې ورېدو له امله د پنجشنبې له مازیګر راهیسې تړل شوې؛ چې له امله یې په لار کې بند درې ماشومان هم مړه شوي دي. د شاجوۍ ولسوال وزير محمد جوادي وايي، چې دغو ماشومانو د خپلې کورنۍ د غړو سره په یو کرولا موټر کې سفر کوه، چې د لارې بندېدو له امله یې شپه په موټر کې تېره کړې او نن سهار يې د سختې یخنۍ له امله ژوند له لاسه ورکړی دی. دا پېښه د کلات او شاجوۍ ولسوالی ترمنځ د زاړه نورک په سيمه کي رامنځ ته شوې ده. سيمه ييز چارواکي وايي، چي په لار کي د واورو له کبله بار وړونکي موټر چپه شوي او تر دوه سوه زيات موټر د لارې خلاصون ته منتظر دي.





























