په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، په دې باور دی، چې د امریکا او ایران ترمنځ روانه شخړه به د افغانستان د لانجې د سوله ییز هواري لپاره د طالبانو سره د امریکا د سولې خبرو ته زیان ونه رسوي. شاهین ویلي، چې د امریکايي مرکچیانو سره د دغې ډلې د مرکچیانو د تیر یوکال خبرو د اتلس کلونو مخالفان د سولې هوکړې لاسلیک ته سره نږدې کړي دي. نوموړي د امریکا او ایران ترمنځ د روانې شخړې څخه د افغان سولې بهیر ته د زیان رسېدلو په اړه اندېښنې بېځایه بللي دي. شاهین ویلي، چې د امریکا او طالب استازو ترمنځ په خبرو کې پرمختګ د دې له امله شوی، چې امریکا او طالبان په دې موافق وو، چې د افغانستان لانجه یوازې له سیاسي لارې هواریدلی شي. دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت یو شمیر چارواکو د افغانستان د سولې په بهیر د امریکا او ایران ترمنځ د پېښ شوي کړکېچ د زیان په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.





























