د ټاکنو خپلواک کمېسون وايي چې په شلو ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې د بهیر پيل وځنډول شو. د ټاکنیزو شکایتونو کمېسون تېره اونۍ وویل چې دا بهیر به نن پیليږي، خو د ټاکنو د خپلواک کمېسون ویاند، عبدالعزیز ابراهیمي وايي، چې دوی د هغو مرکزونو په اړه چې د رایو د بیاشمېرلو لپاره په نښه شوي، وضاحت غوښتی او کله چې معلومات ورته وسپارل شي، دا بهیر پيلوي.





























