د افغانستان د هوایي چلند اداره وایي په منځني ختیځ کې د کړکېچ په زیاتوالي د افغانستان له فضاه په تېرېدونکو پروازونو کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی. دې ادارې نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې په منځني ختیځ کې د کړکېچ په زیاتېدو سره نړیوال ملکي چلند سازمان ایکاو او د هوایي چلند نړیوال انجمن ایاتا له افغانستان او د سیمې له نورو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان له فضا د تېرېدو په برخه کې همکاري وکړي. د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې اعلان کړی چې د دې هیواد فضا د نړۍ د هوایي شرکتونو د پروازونو لپاره تیاره ده.