چهارشنبه, اگست 12, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    روسي پانګه والو؛ د افغانستان د برېښنا تولیدي فابریکو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

    د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو پر برابرولو ټینګار کړی

    د سکټوري ادارو لومړیتوبونه له تمویلوونکو سره شریک شول

    بغلان کې د اوبو پر سر نښته کې څلور کسان وژل شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    روسي پانګه والو؛ د افغانستان د برېښنا تولیدي فابریکو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

    د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو پر برابرولو ټینګار کړی

    د سکټوري ادارو لومړیتوبونه له تمویلوونکو سره شریک شول

    بغلان کې د اوبو پر سر نښته کې څلور کسان وژل شوي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه افغانستان

په  لوېدیځ کې خطرناک وضعیت؛ له هراته امریکايي ځواکونه وځي، خو داعش د پیاوړتیا په حال کې دی

جنوري 12, 2020
in افغانستان
0 0

په افغانستان کې د سولې له روانو هڅو او جګړو سره هممهاله په لوېدیځو ولایتونو کې د نوو تحولاتو راپورونه ورکول کېږي. ویل کېږي چې له ایران سره تر کشمکش وروسته، په ځینو جنوبي ولایتونو په تېره په هرات کې د امریکایي ځواکونو مرکزونه تخلیه کېږي او ښایي داعش ډله په دغه ولایت کې پیاوړې شي. په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي او همدا راز د چارو ځینې شنونکي وایي، چې ښایي د امریکایي ځواکونو له وتلو سره سم په دغو ولایتونو کې امنیتي خلا رامنځ ته شي او د دغو ځواکونو ځای داعش ډله ونیسي.

په دې وروستیو کې په جنوب کې تر ټولو مهم سوداګریز او لوی ښار (هرات) د نا امنیو شاهد دی. د طالبانو نښتې او همدا راز په دغه ولایت کې د داعش ډلې تحرکاتو خلکو ته اندېښنې پیدا کړې دي. پر وسله والو طالبانو بریدونه هم کېږي او د دې وېره رامنځ ته کېږي چې ښایي په دغه ولایت کې د ځینو متشددو ډلو د فعالیتونو لپاره زمینه برابره شي. تازه په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي وایي چې امریکايي ځواکونه هم غواړي د دې کشمکش او اړودوړو په منځ کې خپل ځواکونه له هراته وباسي. د دوی په خبره، دا مسئله په دغه لوی ښار کې امنیتي خلا رامنځ ته کوي او له بلې خوا داسې بې وخته د دوی وتل او د داعش د فعالیتونو زیاتېدل د اندېښنې وړ دي.

د ولسي جرګې غړې سیمین بارکزۍ وايي، چې په یو ډول د دې هڅه روانه ده چې د هېواد لوېدیځ نا امنه شي. هغه وايي: «امریکایي ځواکونه غواړي په جنوبي ولایتونو کې له خپلو مرکزونو ووځي، دوی له دې ځایه وځي او ښايي په دې توګه په یو ډول جنوبي ولایتونه نا امنه کړي».

د ولسي جرګې غړي دغه راز وایي، چې په هرات ولایت کې د ځینو مشخصو اهدافو د تطبیق په تړاو پلان موجود دی، چې دوی یې ډېر اندېښمن کړي دي. په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازی عمر نصیر مجددي هم وایي، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مسئله د جدي اندېښنې وړ ده.

بلخوا د د چارو شنونکي په جنوب کې د نا امنیو زیاتېدل او د بهرنیو ځواکونو د وتلو مسئله د ایران او امریکا له کشمکش سره تړلې مسئله بولي. د دوی په خبره، امریکا هڅه وکړه چې په ختیځو ولایتونو کې د داعش لپاره زمینه برابره کړي او دې ډلې ته وده ورکړي، خو بریالي نه شول. دوی وايي، له همدې امله اوس غواړي دغه ډله په جنوبي ولایتونو کې د طالبانو پر ځای د ایران پر وړاندې وکارول شي. د چارو شنونکی رحمت الله پېژنپور وایي: «په توره بوړه او نورو سیمو کې د داعش د ودې لپاره زمینه برابره نه شوه، اوس غواړي په دښتو کې په تېره په جنوبي ولایتونو کې دغه ډله ځای پر ځای کړي. دوی به بیا د ایران پر وړاندې کارول کېږي. دا مسئله به د افغانستان لپاره خطرناکه وي او امریکا به دا هر څه د ځان په ګټه کاروي».

امریکا تر دې وړاندې په ۲۰۱۴ ز کال کې د پاکستان له ضرب عضب عملیاتو وړاندې په کونړ او نورستان ولایتونو کې ځینې پوځي مرکزونه تخلیه کړل، چې وروسته پاکستاني طالبانو او داعش جنګیالیو پکې پټنځایونه جوړ کړل. د سیمې هېوادونه هم داسې شک لري چې امریکا په افغانستان کې د داعش د ودې او پیاوړتیا په هڅه کې ده او غواړي دغه ډله په خپل سیمه ییز سیاست کې وکاروي. ایران او روسیې په ځلونو په خپلو رسمي دريځونو کې ویلي چې امریکا په سوریه او عراق کې ماتې خوړلي داعشیان افغانستان ته راوستي دي. امریکا بیا د داعش پر وړاندې په مبارزه کې ځان سرلاری بولي.

په هرات ولایت کې د امریکايي ځواکونو د مرکزونو او قرارګاوو د تخلیه کېدو او دلته د داعش وسله والې ډلې د احتمالي نفوذ په تړاو اندېښنې داسې مهال دي، چې افغان حکومت او امریکايي ځواکونو رسماً د دې مسئلې په تړاو څه نه دي ویلي.

Tags: featured
Share39Tweet12Share5

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

روسي پانګه والو؛ د افغانستان د برېښنا تولیدي فابریکو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

اگست 12, 2026

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو پر برابرولو ټینګار کړی

اگست 12, 2026

د سکټوري ادارو لومړیتوبونه له تمویلوونکو سره شریک شول

اگست 12, 2026

بغلان کې د اوبو پر سر نښته کې څلور کسان وژل شوي

اگست 12, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In