د ننگرهار چارواکو ویلي چې په دغه ولایت کې د ۱۳۷ میلیونو افغانیو په لګښت، له مخکې د جوړو ډېوالونو ودان شوي ۶ ښوونځي ګټې اخیستنې ته سپارل شوي .
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي ويلي چې دا ودانۍ د ښار جوړونې وزارت له لوري په خوږیاڼو، کوز کونړ، مومند درې، کوټ، دوربابا او شینوارو ولسوالیو کې جوړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل د دې پروژو د پرانيستې پر مهال ویلي، د شینوارو د غازي محمد افضل خان شینواري ښوونځي اته ټولګي، په کوز کونړ کې د سید جمال الدین افغان ښوونځي ته شپږ ټولګي، په دوربابا ولسوالۍ کې څلور ټولګي، کوټ سې پای کې لس ټولګي او د خوږیاڼو شهر نو سیمه کې شپږ ټولګي لرونکي له مخکې څخه د جوړو شوو قطعو ښوونځي جوړ شوي دي.